خبري برخې
ورځنی خبر
په تهران كي داسلامي هيوادونومحصيلينوله عربستان سره دبحرين ديوځاي كيداپه خلاف سترلاريون وكړ

په اسلامي ايران كي دپوهنتونونو او علميه حوزو كې د هندوستان ،پاكستان ،ملائشيا ،انډونيشيا.افغانستان تائلينډ پشمول د اوياؤ هيوادونونو دمليّتونو محصيلينو اوطلبه ؤ دتهران په فلسطين چوك كې په غونډيدا سره ددغه پلان په خلاف سخت شعارونه وركړل په دغې سترې مظاهرې كې ګډون كونكو محصيلينو اوطلبه ؤ په انګريزي ،عربي او اردو ژبو كې له عربستان سره دبحرين ديوځآي كولو لپاره ددغه هيواد دآل سعود كورنۍ ددسيسې په محكوم كولو كې سخت شعارونه وركړل او روښانه ئې كړه چې دآل سعود د كورنۍ له خوا د واړو هيوادونو دنغرلو په اړه داستعماري دسيسو يو پلان به هم كامياب نشي .

دوشنبه٠١/٠٣/١٣٩١ ساعت ٢:١٤
قرآن اوحدیثونه

«

اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَي (المائده/٨)            عدالت وكړئ چې تقوااوپرهيزګارۍ ته ډيرنژدې دي


«

إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ(الحجرات۱۳)         عزت دخداې په وړاندي دهغه كسان دي چې پرهيز ګار وي .


«

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ (الحجرات/١٠)                            په تحقيق سره مومنان د يو بل وړونه دي.


«

دقران مجيد لارښوونه


«
«

دامامانوكلام


«

امام رضاء عليه السلام

په خراسان كې يوداسي بارګاه شته چې يووخت

به ورسيږي چي دملايكواوپرشتګانودتګ راتګ

ټاټوبي به وي هرڅوك چي ما په هغه ځاي كي زيارت

كړي هغه كس ته ورته دي چي حضرت رسول

اكرم (ص) يې زيارت كړي وي اومتعال خداي

هغه ته دمكې مكرمې اوعمره كونكوزرګونوثوابونه

 وركوي اوپه قيامت كې زه اوزماپلرونه

دهغه شفاعفت به وكړو.


«

دايران اوپاكستان اړيكې ژورې اوهراړخيزې دي

دايران داسلامي جمهوريت ولسمشر محمود احمدي نژاد نن په تهران كې دپاكستان دملي خدماتو او مقرراتو له وزيرې ميرمن عاشق فردوس اعوان سره په كتنې كې ددې خبرې په كولو سره چې په بيلابيلو سويو ددواړو هيوادونو اړيكې دپراختيا په حال كې دي او د شته ؤ ملګرتياؤ د پراختيا هيڅ محدوديت او خنډ نشته وويل دايران اوپآكستان ترمينځ په كلتوري او روغتيائي ډګرونو كې د ملګرتياؤ ډيرې زميې موجودې دي .ډاكټر احمدي نژاد زياته كړه دپاكستان ملت يو پياوړي ،جرړه ايز او مضوط ملت دي چې په الهي فضل او پرپروردګار په توكل سره به دټولو مشكلاتو په وړاندې مقاومت وكړي

دوشنبه٠١/٠٣/١٣٩١ ساعت ٢:٤٤
دپنجاب پوهنتون يو شيعه استاذ ترور شو

د پاكستان يو كلتوري شخصيت او د پنجاب د پوهنتون استاذ شبيه الحسن هاشمي په لاهور ښار كښې د ناپيژاندو وسله والو لخوا ترور شو . نوموړي پرون مازيګر پوهنتون ته روان ؤ چې دوه ناپيژاندو وسله والو پرې حمله وكړه ، كه څه هم نوموړي روغتون ته په ټپي حالت كښې ورسول شو ، خو نن سهار د سختو ټپونو له كبله يې ساه وركړه .

دوشنبه٠١/٠٣/١٣٩١ ساعت ٢:٣٣
ورځنۍ ښننه
دافغانستان ورستي خبرونه
نړۍ ته کتنه

دسعودي عربستان او بحرين اتحاد يوه غير حقوقي او سياسي دسيسه

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غوښتنه

تهران ته ديوكياآمانوسفر،اودايران اودIAEA متقابلې ملګرتياوې

دجرمونو په مخنيوي كښې دديني باورونو رول

تهران دلسم طبي اټومي غونډې كوربه او دايران طبي اټومي برياليتوبونه

دويانا خبرو پاي او د نوروخبرواترو ددوام لپاره موافقه

دمولوي ارسلان رحماني صاحب ملګرو!

په پاكستان كې د صهيونيسټ رژيم غندنه

د افغانستان او امريكا ترمنځ ستراتيژيك تړون

په ويانا كښې دايران او د اټومي انرژۍ دنړيوال اژانس خبرې


ورځنۍ ښننه

ایکو

حزب اسلامی

ملی اردو

جرمنی

کشمیر

روسیه

ڼریواله ټولنه

دقرآن شریف تفسیر

دقرآن پلوشی

هند

زندان

اسرائیل

انګریز

کرزي

ایران

د امريكايي پوځيانو مرګ ژوبله ۱۸ تنو ته لوړه شوه

طالبان وايي بېلابېلو پېښو كې ۱۳ امريكايي پوځيان وژلي او ۵ ټپيان دي د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې نن سهار لس بجې د غزني ولايت، ګيرو ولسوالۍ په مسئلې سيمه كې د امريكايي پوځيانو پر كاروان د كمين بريد شوي او له امله يې دوه امريكايي پوځيان وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

دوشنبه٠١/٠٣/١٣٩١ ساعت ٣:١
دپاكستان،افغانستان،او امريكا دولسمشرانو غونډه ناشونې ښكاري

امريكا يي رسنيو خبر وركړو چې ددغه هيواد دشيكاګوكې دناټو دسرمشريزې پرمهال دافغان ولسمشر حامد كرزي ، دپاكستانولسمشر زرداري اودا مريكا دولسمشر بارك اوباما تر منځ درې اړخيزه غونډه تقريبأ ناشونې برېښي .‌ رسنۍ وايي چې اوس دا امكان ډېر كم دې چې درې واړه ولسمشران ځانګړې ناسته سره وكړي

دوشنبه٠١/٠٣/١٣٩١ ساعت ٢:٣٩
خبردار ------- هوښيار--------- خبردار

په دي وروستيو كي پر انګياوو ، نمبر پليټونو، او كيلي بندانو باندي او همداشان د كوټ پر شا باندي په انګليسي عبارت د ليكل سويو تورو رواج ډير سوي دي او هر څوك هڅه او بيړه كوي څو داسي جامي را نيسي چي انګليسي عبارت ورباندي ليكلي وي خو متاسفانه نه پوهيږي چي دا څه پر ليكلي دي ؟!!!

يك شنبه٣١/٠٢/١٣٩١ ساعت ١١:٤٣
د بالابلوك ولسوالي د سقوط په حالت كې ده

د فراه ولايت د بالابلوك ولسوالۍ ولسوال وايي، كه د دې ولايت مركزي چارواكي ورسره د امنيت په راوستلو كې مرسته ونه كړي، نو ډېر ژر به دغه ولسوالي له سقوط سره مخ شي.

يك شنبه٣١/٠٢/١٣٩١ ساعت ١١:٢٩
د بي بي فاطمة الزهرا (ع) ژوند ليك په پښتو ژبه خپور شو

له كابله څخه د يوراپور له مخې هغه كتاب چې د افغانستان د يو ليكوال اجر الدين اقبال له خوا د بي بي فاطمة الزهرا (س) د ژوند په هكله په لومړي ځل په پښتو ژبه ژباړل شوي او دوه سوه ديرش مخونه لري په لومړي ځل په زرو ګڼو سره په افغانستان كې چاپ شو.

يك شنبه٣١/٠٢/١٣٩١ ساعت ١١:٢٣
دملادادالله محاذ دافغانستان دولسي او مشرانو جرګو غړي په مرګ وګواښل

دافغانستان رسنيو له قوله راپور وركړي دي دغه ډله چې ځان دطالبانو دوژل شوي قوماندان ملاداد الله فدايان بولي په يوه لنډ پيغام كې دافغانستان ولسي اومشرانو جرګې ته ګواښ كړي چې كه چېرې دكابل او واشنګتن ترمنځ ستراتيژيك تړون تصويب كړي نو برخليك به يې مولوي ارسلا رحماني په څېروي .

يك شنبه٣١/٠٢/١٣٩١ ساعت ١١:٢٠
د شيكاګو افغان برخوال دې امريكا او ناټو ته د دوي نيمګړتياوې په ګوته كړي

په شيكاګوكنفرانس كې دې دافغان مېرمنو په استازولي داسې مېرمنې برخه واخلي، چې په پوره مېړانې له حقايقو په پردي پورته كولو سره د خپلو حقونو غوښتنه وكړي او په دې كنفرانس كې بايد د افغان جګړې د پاي لپاره د سولې پر هڅو ټينګار وشي. مېرمن ګيلاني زياته كړه، د شيكاګو افغان برخوال په تېره بيا ښځې دې په پوره مېړانې امريكا او ناټو ته نيمګړتياوې په ګوته كړي.

شنبه٣٠/٠٢/١٣٩١ ساعت ١١:٣٩
افغانستان له كاناډا خپل سفير را وغوښت

د افغان نيوز له راپور سره سم دافغانستان د لوېې څارنوالۍ يوه مقام چې نه ېې غوښتل نوم ېې په ډاګه شي رسنيو ته وويل په كاناډا كې افغان سفير برنا كريمي د ۲۵ ميليونه افغانيو اختلاس په تور د لوېې څارنوالۍ له خوا كابل ته راغوښتل شوئ دئ .

شنبه٣٠/٠٢/١٣٩١ ساعت ١١:٣٥
سوله هغه وخت راتلاي شي چې طالبان په حكومت كې شامل شي

د استراليا د بهرنيو چارو وزير باب كر(Bob Carr) وايي، په افغانستان كې د سولې او ثبات هيله هغه وخت زياتېداي شي چې طالبان په حكومت كې شامل شي. د استراليايي رسنيو د راپور له مخې باب كر وويل، د استراليا د وسله والو ځواكونو په شمول په افغانستان كې مېشت بهرني پوځيان په دې موافق دي چې په ايتلافي حكومت كې به د طالبانو ګډون ښه وي.

شنبه٣٠/٠٢/١٣٩١ ساعت ١١:٣١
په ختيځ كې دوه بهرني عسكر د طالبانو په بريد كي ووژل شول

د افغانستان په ختيځ كې د بهرنيو ځواكونو دوه تنه عسكر د طالبانو په بريد كې وژل شوي دي. په كابل كي د ايساف د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه كي خبر وركړه شو چي نن د افغانستان په ختيځ كې د ايساف دوه تنه عسكر د مخالفينو د بريد له كبله ووژل شول.

شنبه٣٠/٠٢/١٣٩١ ساعت ١١:٢٥
۵+۱ډله دې له ايران سره دمقابلې سياست دتعامل په سياست بدل كړي
د نړيوالو پر علمي مرجع د ايران بدلول اړين دي
اروپادې دايران دتيلي بنديز په اجراسره دهربيرل ۱۶۰ ډالري بيې ته چمتوشي
د سعودي عرب او اردن اتحاد د لويديځ د ګټې په بنياد دے
د ايت الله خامنه اي فتوا له اېټمي انرجۍ نه په سوله ايزه استفاده كښې د ايران صداقت ثابت كړ
په لبنان كښې د سيد حسن نصرالله په موجودګۍ كښې د سيمې سياسي حالات وڅېړل شول
داسلامي ايران دعزت او سرلوړي لپاره بايد ټول هڅه وكړو
دايران اسلامي جمهوريت به له خپلو مسلمو حقوقو تير نشي .
د امريكا او استراليا مشرانو د افغان امنيتي ځواكونو پر تمويل خبرې وكړې
بحرېن د متدينو خلقو اسلامي غېرت د سعودي عرب د غاصبو ځواكونو له طاقت نه اوچت دے
دايران ولسمشر وايي داټومي بم جوړول دعاقلو خلكو كار نه دي .
سلطانيه د ايران او آژانس تر منځ خبرې اترې مثبتې وبللې .
فارس خليج يوه ډيره مهمه او ستراتژيكه سيمه ده .
مولانا اسلم شيخ پوري د نامعلومو وسلوالو په ډزو په شهادت ورسي
كه لويديځوال د ايران دملت احترام وكړي نودرانوي به وويني
مولانا اسلم شيخ پوري د نامعلومو وسلوالو په ډزو په شهادت ورسيد
ولايت فقيه د ايران په ملت كښې د ځان باورۍ روح وپوكۀ
كه لويديځوال د ايران دملت احترام وكړي نودرانوي به وويني
د اېكنا څلوېښت ژبې كېدنه له دين څخه د تحريف په ختمولو كښې يو مهم كردار ادا كوي
سوله ايزه اتومي انرژي د تهران مسلم حق دئ
AfghanSaba.com All Rights Reserved